په وزیرستان کې ځای اولس د خیرښیګړې لپاره کار کوو: ډپټي کمشنر شاهد علي

0
140

باغي ټي وي رپورټ
د ملک نورو صوبو په شان په ضم قبایلي سیمو کښې هم ددې ځای اولس لپاره انتظامي او حکومتي چارواکو له اړخه هلې ځلې روانې دي چې دې خلقو لپاره اسانتیاوې ورکړي او غریب اولس ته ریلیف ورکړي.

د ډپټي کمشنر شاهد علي خان په هدايت نن اسسټنټ کمشنر ميرانشاه د بازار دوره اوکړه او د بازار مختلف دوکانونه يې چیک کړل. هغه د حکومت له اړخه ورکړل شوې په ارزان نرخ د بورې پلورنځیو هم معاینه وکړه او د حکومت له طرف نه ی دوی ته لارښوونه وکړه چې ځای خلقو ته دې په ارزان او سرکارۍ نرخ بوره او وړه ورکړي چې د غریب اولس ژوند اسان شي.

Leave a reply