بلدیاتي ټاکنې، د امیدوارانو غونډې دوام لري

0
188

باغي ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر په تحصیل لنډیکوتل کې بلدیاتي ټاکنو په لړ کښې هلې ځلې روانې دې، امیدواران غونډې کوي او د راروانو ټاکنو لپاره د خپلو خپلوانو او نور د پارټۍ غړیو او مشرانو سره ی غونډې پیل کړي دي.

د الحاج کاروان ګروپ غونډه د تحصیل چیرمین شپ لپاره د امیدوار شاه خالد شینواری په حجره کښي ترسره شوه چی پکښي د ضلعی کونسل امیدوارانو او کارکنانو په زیات شمیر کښي ګډون اوکړو.
په دې موقع ټولو ګډونوالو ژمنه وكړه چې د تحصيل چيئرمېن څوکۍ لپاره امیدوار شاه خالد شينواري لپاره به كور په كور دوره كوي او شاه خالد شينواري به په راروانو ټاکنو کې کامیاب کړو.
په دی موقع د ورکرز غونډی ته د تحصیل چیرمین امیدوار شاه خالد شینواری او د الحاج کاروان سینئیر مشر ولی محمد آفریدی اوویل چی د خلقو اکثره مشکلات د تحصیل چیرمین سره تعلق لری او د بلدیاتی انتخاباتو اصل مقصد هم دا ده چی کارکنان ئي ترسره کړی.
هغوی زیاته کړه چې ټاکنیز کمپاین په اخلاقي ډول ترسره کړي او له هیچا سره له هرډول اختلاف څخه ډډه وکړي چې بلدیاتي ټاکنې په کامیابۍ سره ترسره شي.

Leave a reply