سمیع سادات: اشذف غني د شلو کلونو جوړ نظام وپاشۀ
سمیع سادات: اشرف غني د شلو کلونو جوړ نظام وپاشۀ
د افغان فوځ د څانګړو ځواکو قومندان سمیع سادات ویلي چې اشرف غني تېښته وکړه ځکه نظام وپاشل شو.
(2021 / 8 / 25 نېټه باغي ټلویزیون)
د افغان فوځ ځانګړو ځواکونو عمومي قومندان سمیع سادات نیویارک ټایمز ته په مقاله کې لیکلي چې فوځ امریکا په نیمه کې پرېښود ځکه نظام سقوط وکړ.
ښاغلي سادات ویلي چې د افغانستان ځواکونو په ډیره مېړانه له هېواد څخه دفاع کوله خو د امریکا ناځواني او د اشرف غني تېښته د دې لامل شوه چې فوځ وپاشل شي او نظام سقوط وکړي، نوموړي د غني تېښته د نظام د سقوط لامل او د شلو کلونو جوړ نظام د سقوط لامل او تاریخي شرم ګڼلی دی.
ښاغلی سادات دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د امریکا جمهوریت غوښتونکو د امریکا د بهرنیو چارو له وزارت څخه غوښتي چې غني دې محکمه کړل شي.