پاک افغان د همکارۍ فورم له اړخه په خوست کښې ویړیا د سترګو د علاج کیمپ

0
90

نصیب شاه شینواري
د افغانستان په ولایت خوست کښې د پا افغان د همکارۍ فورم له اړخه د د ۱۸ نومبر نه تر ۲۰ نومبر پورې د سترګو د علاج لپاره د ویړیا درملنې کیمپ تابیا کړې وه، د خیر ښیګړې په دې کار کښې په ګنړ شمیر د هغه افغان مریضانو علاج وشو چې د سترګو ناروغي ی لرله.

د افغانستان په پایه تخت کابل کښې د پاکستان سفارت مطابق په خوست کښې تابیا شوي دې کیمپ کښې د پاکستان ماهرو د سترګو د ناروغې ډاکټرانو ۲۵۲۳ افغان ناروغانو ویړیا درملنه ورکړه .
د پاکستان سفارتخانې مطابق پاکستاني ډاکټران داسې ۴۲۴ هغه افغان چې د سترګو مرض ی لرل،ددې افغان مریضانو د جراحۍ عمل په کامیابۍ سره ترسره کړ، دې افغان مریضانو ته ویړیا د یو ډیر ښه معیار داروګان هم ورکړل.
د پاکستان سفارت مطابق هم دغه شان یو بل د سترګو ویړیا د علاج کیمپ ه هم په پایه تخت کابل کښې تابیا شي او افغان د سترګو رنځورانو ته به ویړیا علاج او د داروګانو اسانتیاوی هم ورکړي. دا کیمپ به د نومبر ۲۲ نه تر ۲۴ نومبر پورې د کابل په جناح روغتون کښې راجوړ شي.

Leave a reply