هند کې د سېلابونو د راوتلو لۀ امله مرګ ژوبله رامنځته شوې ده  

0
136

هند کې د سېلابونو د راوتلو لۀ امله مرګ ژوبله رامنځته شوې ده  

  ان ټي وي راپور ورکړی دی چې دا سیلابونه د وروستیو تېزو بارانونو اورېدو له امله راوتلي دي چې په نتیجه کې یې ۱۷ کسانو خپل ژوند بایللی او ۱۰۰ نور تري تم دي.

 

(2021 / 11 / 20 نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د هند په اندرا پردیش ایالت کې وروستیو راوتلیو سیلابونو ۱۷ کسان مړه کړي دي.

ان ټي وي راپور ورکړی دی چې دا سیلابونه د وروستیو تېزو بارانونو اورېدو له امله راوتلي دي چې په نتیجه کې یې ۱۷ کسانو خپل ژوند بایللی او ۱۰۰ نور تري تم دي.

د یاد ایالت تیروپاتي ښار څخه خپرو شویو انځورونو کې ښکاري چې دغه ښار اوبو پر سر اخیستی دی او خلک د ځان ژغورنې په هڅه کې دي.

د یاد ایالت چارواکو ویلي چې ځپل شویو سیمو ته یې مرستندویه ډلې لېږلې دي او هڅه کوي چې د نورې مرګ ژوبلې مخنیوی وکړي.

دوی ویلي چې ښایي د مرګ ژوبلې کچه تر دې هم لوړه شي ځکه چې لا هم په ټولیزه توګه ځپل شویو سیمو ته لاسرسی نه لري.

Leave a reply