شاه محمود قریشي د څلورو ملکونو په دوره تللې
باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان وزیر خارجه د پرون د څلورو ملکونو دوره شروع کړې، په دې دوره کښې به قریشي د تاجکستان ، ازبکستان،ترکمانستان او د ایران چارواکو سره به ملاقات کوي، په دې اهم ملاقاتونو کښې به د پاکستان وزیر خارجه ددې هیوادونو چارواکو سره ګوري او د افغانستان سیاسی صورت حال په حقله به ی د پاکستان موقف او د امن لپاره کوششونو نه خبروي.
د رارسیدلي رپورټونو مطابق قریشي د ازبکستان وزیر خارجه عبد العزیز سره ملاقات کړې او د افغانستان په موجوده صورت حال ی ورسره ټینګار کړې.
په دې اهم ملاقات کښې د پاکستان وزیر خارجه په دې ټکي زور ورکړې چې د افغانستان مسله یواځینې حل د سیاست له لارې ممکن دې او دا چې په افغانستان کښې امن او خوشحالي د ټولې علاقې د سیکوریټي لپاره ضروري او اهمه ده.
FM @SMQureshiPTI & his Uzbek counterpart Abdulaziz Kamilov discussed:
-regional situation, esp. in Afghanistan
-advancing shared objectives of peaceful, prosperous & connected region
-🇵🇰🇺🇿 ties & to followup on the decisions, taken during the recent visit of PM @ImranKhanPTI pic.twitter.com/hpP7ixyYmV
— Spokesperson 🇵🇰 MoFA (@ForeignOfficePk) August 25, 2021