پاکستانیان د ترهګرۍ خلاف دي: بلاول بهټو

0
178

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان پیپلز پارټۍ چییرمین بلاول بهټو زرداری په یو بیان کښې ویلي دې چې پاکستانیان کله هم دهشت ګردي حمایت نه کوي او حکومت دې د پارلیمنټ سره په مشوره باندې د افغانستان په مسله پالیسي جوړه کړي.

بلاول بهټو اوویل چې طالبانو سره دې حکومت رابطه وکړی او دا خبره دې یقیني کړې شي چې د افغانستان حالاتو په پاکستان باندې بد اثر و نه شي.
یاده دې وای چې د پاکستان حکومت او د پاکستان سیاسي ګوندونو همیشه دا وینا ده چې په افغانستان کښې دې یو د امن فضا قایمه شی او د افغان مسله حل د سیاسي لارو چارو په مدد سره را اوویستل شي.

Leave a reply