د پوهنې سرپرست وزیر: د افغانستان تعلیمی نصاب کې بدلون راځي

د پوهنې سرپرست وزیر: د افغانستان تعلیمی نصاب کې بدلون راځي
هغه دغه راز زیاته کړې، اسلامي امارت نه يوازې دا چې د ښځو له تعليم سره مخالفت نه کوي بلکې دا یې اسلامي او قانوني حق ګڼي. د هغه په باور په اسلامي ټولنه کې د ښځو تعليم بايد په اسلامي چوکاټ کې ترسره شي.
(2021 / 11 / 19 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د طالبانو د پوهنې سرپرست وزیر نور الله منير وايي، چې د افغانستان تعلیمي نصاب کې بدلون راځي او نوی نصاب به اسلامي وي.
نوموړي له باختر اژانس سره په مرکه کې د نوي اسلامي نصاب په اړه نور څه نهدي ویلي، خو د نجونو ښوونځيو د بیا پرانیستلو په هکله یې ویلي، چې ديني عالمان د ښځو د تعليم په موخه په يوه داسې جامع پلان کار کوي چې افغان کلتور او اسلامي شريعت سره سمون ولري.
هغه دغه راز زیاته کړې، اسلامي امارت نه يوازې دا چې د ښځو له تعليم سره مخالفت نه کوي بلکې دا یې اسلامي او قانوني حق ګڼي. د هغه په باور په اسلامي ټولنه کې د ښځو تعليم بايد په اسلامي چوکاټ کې ترسره شي.
د طالبانو پوهنې وزیر د ښوونکو د معاشونو په اړه ویلي، د ښوونکو د معاشونو ستونزې د حل په موخه له يونيسف سره يې خبرې روانې دي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق په دې وروستيو کې اعلان کړی و چې د نوي سيستم په رامنځته کولو سره به د افغان ښوونکو معاشونه په مستقيم ډول ورکوي.






