امریکه د تښتیدو نه پس ددې هیواد معیشت تباه کول غواړي: اعجاز الحق

0
120

باغي ټي وي رپورټ
د مسلم لیګ ضیا پارټۍ مشر او پخواني وفاقي وزیر د یو مطبوعاتي کانفرنس ته په خپله وینا کښې ویلي دې چې امریکه د افغانستان نه تښتیدو نه پس ددې هیواد معیشت تباه کول غواړي.

نوموړی په خپله وینا کښې اوویل چې افغان طالبانو وفد سره مې ملاقات کړې وو او افغان طالبانو وای چې تحریک طالبان پاکستان دوی سره تړل یوه غلط فهمي ده.
نوموړي دا هم اوویل چې په افغانستان کښې د امریکې او طالبانو جنګ په دوران ی په ترکي فوځونو حمله نه دې کړي او په کوم ځای کښې به چې ترکي ځواکونه وو نو طالبانو به د هغه ځای نه ډډه کوله ځکه چې ترکي یو مسلمان هیواد دې او مسلمانان زمونږ ورونړه دي.
نوموړي اوویل چې امریکې د روس فوځ نه سبق واخستل نو ځکه ی افغانستان نه د واپس وتلو فیصله وکړه.

Leave a reply