په باړه کښې یو بل تن په ډزو اووویشتل او ووژل شو
باغی ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر په تحصیل باړه کښې یو تن نامعلومه کسانو په ډزو اوویشتل، د سرچینو مطابق دا بده په پښه په باړه تحصیل اکاخیلو سیمه کښې مخې ته راغلې ده.
د باړه تحصیل یوه ځایی خبریال مطابق باړه اکاخیل فرنټیر روډ باندې د فوجي پمپ سره نزدې عزیز رحمان چې د شاه زمان ځوی دې ، نامعلومه کسانو ډزې پیل کړې چې په نتیجه کې ی عزیزرحمان اووژل شول.
د یادوې چې څو ورځې وړاندې هم په باړه تحصیل سپاه بچي نهر سره نزدې یو ځوان عادل هم ناڅرګنده کسانو په ډزو اوویشتل چې سخت ټپي شول، عادل په بیړني توګه روغتون ته ورسول شول چې په روغتون کښې ی ساه ورکړه .
دا خبره هم د یادونې ده چې د ضلع خیبر په تحصیل باړه، جمرود او هم دغه شان په لنډیکوتل کښې هم په هدفي وژنو کښې ګنړ شمیر کسان چې پکې مشران، ځوانان او د ژوند بیلا بیلو څانګو کسان شامل دي ، په نښه شوی او وژل شوي دي.