امریکایان دې ځان سره افغان ډاکټران او انجنیران بهر ملکونو ته نه بوځي: ذبیح الله مجاهد

0
79

باغي ټي وي رپورټ
پرون په کابل کښې د افغانستان کلتور کمیشن مشر او د امارت اسلامی ویاند ذبیح الله مجاهد د یو مطبوعاتي کانفرنس ته په وینا کښې ويلي وو چې امریکایان دې ځانونه سره د افغانستان نه هغه کسان نه بوځي کوم چې ډاکټران او انجنیران دي ځکه افغانستان هم دې کسانو ته اړتیا لري.
یاده دې وی چې وسه پورې په زرګونو افغانان د افغانستان نه د امریکې په هوای ځواک الوتکو کښې امریکې او نورو بهر ملکونو ته تللی دي.

مجاهد هغه افغانانو ته مشوره ورکړې چې دوی دې خپلو کورونو ته لاړ شي او افغانستان دې نه پریږدي ځکه چې افغانستان هم دغه شان کارمندانو ته ضرورت لري.
یاده دې وی چې افغان طالبانو د کابل کنټرول ترلاس کولو نه وړاندې اعلان کړې وو چې مونږ د عام معافۍ اعلان کوو او هیڅ افغان وګړۍ دې افغانستان نه بهر هیواد ته نه ځي.

Leave a reply