کیوبایي ډیپلوماټ: هیله ده امریکا له خپلې ماتې عبرت واخلي

کیوبایي ډیپلوماټ: هیله ده امریکا له خپلې ماتې عبرت واخلي
یو کیوبايي ډیپلوماټ ویلي چې امریکا په افغانستان کې شرموونکې ماتې خوړلې ده
2021 / 8/ 25 نېټه باغي ټلویزون)
یو کیوبایي ډیپلوماټ ویلي چې امریکا په افغانستان کې شرموونکې ماټې خوړلې ده او اوس دغه هېواد ته په کار ده چې درس واخلي او له دې وروسته دې د نورو په چارو کې له مداخلې په کلکه ډډه وکړي. په کاناډا کې د کیوبا سفیر جوزفینا ویدال ویلي چې امریکا له پرلپسې ماتو وروسته هم درس نه دی اخیستی او دی هیله لري چې یاد هېواد د ویتنام او افغانستان له ماتې د عبرت درس واخلي او د دې پر ځای چې نورو هېوادونو کې د بشري حقونو او نورو ازادیو په نوم جګړه وکړي ښه به وي چې خپلو چارو ته په سمه توګه رسیدګي وکړي. هغه وویل د کیوبا پخواني رهبر فیډل کاسټرو کره خبره کړې وه، هغه ویلي وو چې د امریکا مداخله به هیڅکله بریا ته ونه رسېږي.






