د افغانستان جنګ نه مو سبق اخستۍ: ولادیمیر پوټن

0
47

باغي نیوز رپورټ
د روس صدر ولادیمر پوټن په یو بیان کښې ویلي دې چې په افغانستان کښې روان حالت ډیر خطرناک او د اندیښنې وړ دې خو روس به د افغانستان په داخلي چارو کښې هیڅ کله هم مداخلت و نکړي.

د میډیا رپورټ مطابق پوټن وای چې په افغانستان کښې د پخواني سوویت یونین فوځ د تجربې نه تیر شوې دې او داچې مونږ د افغانستان جنګ نه سبق اخستي دې.
پوټن وای چې طالبانو یوه اونې وړاندې تقریبا په ټول افغانستان کنټرول ترلاسه کړې چې په دې کښې د افغانستان پایه تخت کابل هم شامل دې چرته چې طالبانو کنټرول ترلاسه کړې.

Leave a reply