د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وزیرې انګیلا ایګلر د پاک فوج مشر جنرال جاوید قمر باجوه سره ولیدل

0
179

د امریکا د بهنرنیو چارو وزیرې انګیلا ایګلر د پاک فوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره ولیدل

د پاکستان د فوځ د (ISPR) پۀ وینا  د پاکستان د فوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لۀ وزیرې آغلې انګیلا ایګلر سره د ښاغلي باجوه پۀ عمومي دفتر راولپنډۍ کې ولیدل

 

د آی ایس پي آر پۀ وینا د دغې لیدنې پۀ ترڅ کې پۀ دوه اړخیزو ګډو مسلو، د افغانستان د امنیتي وضعت  او ځینو نورو مهمو مسائلو خبرې وشوې.

د  پاکستان د فوځ مشر وویل پاکستان لۀ امریکا سره څو اړخیزې او اوږد مهالې اړیکې غواړي .

د افغانستان سولې د ژمنې لۀ تکرار سره د فوځ مشر وویل چې دوی (پاکستان)  د افغانستان د ټولو ستونزو د حل غوښتونکي دي او پۀ وینا یې چې یادې ستونزې باید پۀ سوله ییز ډول حل شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیري آغلې ایګلر پۀ سیمه کې د سولې او ثبات لپاره د پاکستان ټولې هڅې وستایلې او د دوه اړخیزو اړیکو د لا ټینګښت او دوام لپاره یې ژمنې وکړې.

 

 

 

Leave a reply