په طورخم بارډر جعلي کرنسي ونیول شوه: طورخم بارډر چارواکي
باغي ټي وي رپورټ
د پاک افغان بارډر طورخم نه سرچینې وای چې په دې پوله مقرر اهلکار یو تن نیولې ، سرچینې وای چې دې تن سره د طورخم پولیسو اووه لکه او پنځه زره جعلي پاکستانۍ روپۍ نیولي چې غوښتل ی چې افغانستان ته ی ورسوي.
د طورخم بارډر پولیس مشر مسرت شینواري میډیا ته ویلي چې نیولې تن مو د لنډیکوتل تحصیل جیل ته رسولې او هلته ترې نورې پلټنې روانې دي. یاده دې وي چې مسرت شینواري دې نه وړاندې هم په ګنړ شمیر کښې داسې کسان نیولي چې غوښتل ی چې په ناقانونه توګه د طورخم له لارې کرنسې افغانستان ته منتقل کړي.