پیښور پوهنتون کښې د ښځینه زده کوونکو ځورول

باغي ټي وي رپورټ
په پېښور پوهنتون کې د ښځينه محصلينو د ځورولو شکايتونه کېږي خو په دې پوهنتون کښې مقرر پولیسو ددې په ضد هیڅ کاروایی نه کوي.
د مشرق نیوز یو رپورټ مطابق دا اعتراضونه هم کېږي چې نارينه او ښځينه محصلينو تر منځ ګرځېدل او يو بل ته غېږې ورکول هم یو عام کار ګرځیدلې دې.

د مشرق رپورټ مطابق هغه زده کوونکو او نور کسان چې مالداره په موټرو کښې راځي او ډیره په خطرناکه توګه موټر چلونه کوي خو دلته پولیس ددې کسانو په ضد هیڅ کومه کاروایی نه کوي.
د رپورټ مطابق د پېښور پوهنتون د اکاډمیک بلاک په شنه شنو خونو کې د محصلینو سره په خبرو کولو او لاسونو ورکولو ویډیوګانې په ټولنیزو شبکو کې هم خپرې شوي دي.
په ویډیوګانو کې ښکاري چې محصلین په خوښه سره زده کوونکي غیږ کې نیسي، په همدې ډول په اکاډمیک بلاک کې د محصلینو ماډلینګ او د ځان جوړولو ویډیوګانې هم د ټولنیزو شبکو او په واټس اپ ګروپونو کښې خپرې شوي دي. انجینرنګ چوک او پوسټ مال چوک کې د ګرانو ګاډو په تیز رفتار چلونه هم مخې ته راغلې او په ویډیو کښې ښکاری چې په تیز رفتار ګاړي چلولونه نور تماشبین زده کوونکي هم ولاړ وي او خوند ترې اخلي.
د مشرق نیوز رپورټ مطابق تر دې وړاندې هم په پوهنتون کې د ښځينه محصلينو د ځورولو او د موټرسايکل سور له لوري ښځینه زده کوونکو سره د غیراخلاقي کولو شکایتونه راغلي دي خو تر اوسه په دې برخه کې د پوليسو له لوري کومه ګام نه دې اخستل شوې.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د پوهنتون په بېلابېلو ځايونو کې د نشه يي توکو په ښکاره توګه کار اخيستل کېږي، د سیګریټ څښل هم زیات شوي او نور د نشه توکو استعمال هم زیات شوې دې

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *