د اګروال اصلي قاتلان دې ونیول شي: د سخاکوټ سوداګرو او اولس غوښتنه

0
146

باغي ټي وي رپورټ
نن په سخاکوټ کښې د عام اولس او سوداګرو له اړخه د محمد زاده اګروال د قتل په ضد یو احتجاجی لاریون وشو او د سخاکوټ سرک هم بند کړې شو.
په رسنیو کښې د چاپ یو رپورټ مطابق ملاکنډ کښي د محمدزاده قتل په ضد او د پولیسو د موجوده کاراویی په اړه د امن جرګي په بلنه سخاکوټ بازار يو ځل بيا بند کړے شو او جي ټي روډ د ټريفک لپاره هم بند کړے شو۔

احتجاجي مظاهرينو د محمدزاده قتل کيس کښې د ملزمانو په ګرفتارۍ د خفګان څرګندونه کړې او تور ئي لګولې چې د قتل تر شا اصلې حقیقت پټ کړې شوې دې. اولس تور لګوي چې انتظاميه دې کاروایی وکړي چې اصل او په رښتیا د اګروال په قتل کښې ککړو کسانو ته ورسيږې او د هغوي خلاف کاروائي وکړي۔اولس اوویل چې د ملاکنډ ډپټي کمشنر باید د اګروال د قتل په قیصه کښې خلقو له او د اګروال شهید د خاندان له دهوکه ور نه کړي او باید چې انتظامیه اصلي هغه کسان ونیسي چې اګروال ی قتل کړې دې.

Leave a reply