په مانسهره کښې د دو کسانو مړي موندل شوي

0
225

باغي ټي وي رپورټ
د مانسهرې په ضلع خاکي پوليس سټيشن سره د يو پوليس اهلکار او دیو بل تن مړي ترلاسه شوي دي، د سرچینو او په رسنیو کشې چاپ رپورټ مطابق دواړه جسدونه د پوسټ مارټم لپاره بادشاه عبدالله روغتون ته رسول شوي دي.

د رپورټ مطابق دپوليسو وينا ده چې وژل شوي دوه ځوانان ملګري دي او وژل شوي ځوانان د ايبټ اباد او حويليا سیمو سره تعلق دې.
د یادونې ده چې پرون په مردان کښې هم په یو پیښه کښې یو تن خپله ښځه او ورندار د غیرت په نامه وژلې ده، پولیسو ددې دو زنانه په قتل کښې ککړ تن پلټنې پیل کړي دي.

Leave a reply