بایډن: څومره ژر چې له افغانستان نه ووځو هغومره ښه ده
بایډن: څومره ژر چې له افغانستان نه ووځو هغومره ښه ده
بایډن وايي د روانې میاشتې تر پایه به خپل د تخلیې ماموریت پای ته ورسوو.
2021 / 8 / 25 نېټه باغي ټلویزیون)
بایډن وايي چې د روانې میاشتې تر پایه خپل د تخلیې ماموریت افغانستان کې پای ته ورسوي. بایډن په یوه خبري غونډه کې ویلي چې څومره ژر چې کېدلی شي باید له افغانستان څخه ووځي، تر دې وړاندې بایډن له طالبانو غوښتي ؤ چې دوی ته وخت ورکړي چې خپل ځواکونه او اتباع له افغانستان څخه وباسي خو طالبانو له دغې غوښتنې سره مخالفت کړی، بایډن همدا راز ویلي چې تر دې دمه دوی اوه زره اوه سوه وګړي له افغانستان څخه ایستلي دي.
ولسمشر بایډن همدا راز ویلي چې دوی ته د داعش له لوري کابل هوايي ډګر کې د حملې خطر شته او ښه نده چې دوی خپل ماموریت ته دوام ورکړي. بایډن داسې مهال د داعش په اړه دغه ډول څرګندونې کوي چې تر دې وړاندې طالبانو خبر ورکړی ؤ چې داعش ډله افغانستان کې حضور نلري او که یې ولري هم دوی به یې وځپي.