په پیښور کښې د وړو ذخیره کوونکي اولس لوټ کوي

0
197

باغي ټي وی رپورټ
په رسنیو کښې د چاپ یو رپورټ مطابق د پنجاب صوبې نه د د غنمو سپلایی بندیدو په وجه په خیبر پښتونخوا کښې د وړو د کمي بحران اندیښنه ده خو بل طرف ته په پيښور کښې ذخیره کوونکو دوکاندارانو د عوامو لوټ کول هم پیل کړي دي.

په نوای وقت ور ځپانړه کښې چاپ د یو رپورټ مطابق اشرف روډ، رامپوره، یوسف آباد، شیخ آباد، یکه توت کښې د وړو دوکاندارانو د وړو زوړ سټاک په ګران نرخ خرڅول پیل کړي دي او عام اولس ی لوټ کول شروع کړي دي.
د رپورټ مطابق په پیښور کښې په یوه ورځ کښې د وړو په یوه بورۍ کښې ۲۰۰ روپې زیاتوالۍ راغلې دې. یاده دې وی چې نن د نوښار انتظامیه له اړخه هم دوکاندارانو ته د بورې او د وړو نرخنامه جاري شوې وه چې پکښې دې دوکاندارانو ته ویلی شوي وو چې دوی د سرکاري ریټ مطابق بوره او وړه خرڅ کړي او که چا هم ددې خلاف ورزي وکړه نوی دوی سره به قانوني چلند وکړو.

Leave a reply