په مقبوضه کشمیر کښې د بشري حقونو یو غړې نیول شوې دې، ۴ نور کشمیریان هم هند فوځ نیولي
باغي ټي وي رپورټ
په مقبوضه کشمیر کښې د هند فوځ د لاسه په کشمیري مسلمانانو باندې ظلم او زور زیاتې جاري دي، د رسنیو د رپورټ مطابق په کشمیر کښې یو د بشري حقونو آواز اوچتونکې ادارې غړي هند فوځ ګرفتار کړې دې.
په رسنیو کښې د چاپ رپورټ مطابق په باره موله او ګندر بل کښې ۳ کشمیري ځوانان هند فوځ ونیول ، دغه شان په ضلع اسلام آباد کښې هم د هندي فوځ له خوا یو د بشري حقونو ادارې غړې طالب حسین هم د هند فوځ ونیول.
د رپورټ مطابق په ضلع پونچهه کښې د هندي فوځ د ظلمونو او د زور زیاتي په ضد ځایی اولس یو احتجاج هم کړې دې او د هندي فوځ او هند نه ی د آزادې او خپلواکۍ غوښتنه وکړه.
د یادونې ده چې د ۵ اګست کال ۲۰۱۹ نه تراوسه پورې نن هم د هند فوځ له خوا ۱۲ ملین نه زیات کشمیري مسلمانان په خپلو کورونو کښې زنداني کړي دی. په رسنیو کښې چاپ رپورټونو مطابق کله چې په مقبوضه کشمیر کښې کشمیري مسلمانان د آزادې او خپلواکۍ لپاره احتجاج کوي نو هندي فوځ له خوا په دوی تشدد شی او او دوی په زندانونو کښې بندولې شي.