د افغانستان بانک بیرته پرانستل شو
د افغانستان بانک بیرته پرانستل شو
د افغانستان بانک له څو ورځني ځنډ وروسته بیرته خپل فعالیت پیل کړ.
(2021 / 8 / 25 نېټه باغي ټلویزیون)
وروسته له هغه چې کابل ولایت ته دننه شول د افغانستان بانک په شمول ټولو شخصي او دولتي بانکونو خپل فعالیت ځنډولی ؤ، وروسته تر هغه چې د افغانستان بانک ته د طالبانو له لوري محمد ادریس د بانک د رئیس په توګه وپېژندل شو ، د طالبانو خوا وویل شول چې ډېر ژر به د افغانستان بانک بیرته خپل فعالیت پیل کړي.
تېر ماښام د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د خبري کنفرانس له لارې وویل چې سبا به ټول بانکونه بیرته خلاصېږي او خپل فعالیت به پیل کوي، له همدې سره سم نن سهار د افغانستان بانک خپل فعالیت پیل کړ.