په لنډیکوتل کښې تازه میوه وس هم ګرانه ده

باغي ټي وی رپورټ
د افغانستان نه تازه میوه په واردولو ټیکس ختم شوې یا کم شوې دې ، خو په لنډیکوتل کښې د افغانستان د تازه میوې قیمتونه وس هم کم نه شو او ځایی خلق د تازه میوو په ګران قیمت خرڅولو شکایت کوي.
په لنډیکوتل بازار کښې د تازه میوې یو سوداګر سیراج اوویل چې د افغانستان نه په یو ټن انګور،انار او منړه باندې ۴۴ هزار روپې ټیکس اخستل کیدل، سوداګر اوویل چې کله نه چې حکومت د ټیکس ختمیدو اعلان وکړه نو دا ټیکس په مکمل توګه نه دې ختم بلکه په انار او په انګور دا ټیکس ۱۵ زره روپو ته راکم شو او په یو ټن منړه باندې دا ټیکس وس هم ۴۴ زره روپۍ دې.
د تازه میوو سوداګرو اوویل چې په تورخم پوله وس هم د تازه میوو آن لاین کلیرینس باندې ډیر وخت لګوي چې له وجهې ی دا تازه میوې خرابې شی او سوداګرو ته ډیر مالي زیان رسي، هغوي غوښتنه وکړه چې په تورخم پوله دې سوداګرو ته اسانتیاوي پیدا کړي او په دې دې نور هم ټیکس کم کړي چې دوی افغانستان نه تازه میوه پاکستان ته وارد کړي چې اولس ته په ارزان نرخ میوه ترلاسه شي.
د یادونې ده چې څه وخت مخکښې د پاکستان حکومت له اړخه دا علان وشو چې افغانستان نه تازه میوه پاکستان ته په واردولو مالیه ختم شوې ده خو دلته سوداګر وس هم شکایت کوي چې دوی وس هم ټیکس ورکوي چې له وجهې ی تازه میوې بیعې ټیټې نه شوې.
خو بل طرف ځایی اولس شکایت کوي او وایی چې حکومت چې په تازه میوه ټیکس کم کړې نو په لنډیکوتل بازار کښې د میوې خرڅوونکو له په کار دي چې په ارزان نرخ دا میوې په اولس خرڅې کړي چې عوام ته هم په ارزان نرخ میوه ترلاسه شي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS电脑版

telegram中文

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法设置

有道文档翻译

Telegram中文

TelegramAPK下载

Telegram中文

有道翻译电脑版

有道翻译电脑版

汽水音乐电脑版官网

Telegram官网

rar压缩软件下载

TelegramAPK下载

TelegramAPK下载

汽水音乐电脑版下载

爱思助手电脑版