باغی ټي وي رپورټ
د خیبر پښتونخوا چارسدې نه داسې رپورټ په رسنیو خپور شې چې په دې سیمه کښې یو ځوان چې اتو ۸ خویندو یو رور وو ،په ډزو ویشتل شوې دې او بیا مړ شوې دې.
د رپورټ مطابق د چارسدې په مندني سیمه کښې د زمکې په شخړه خپل د تره ځامنو دا ځوان ویشتلې دې او وژلې ی دې.
ددې ځوان نامه عبدالرحمان ده او پولیسو د قتل شوي تن د تره ځامنو په خلاف ایف آیی ار درج کړې دې.
د یادونې ده چې په ضلع مردان کښې هم په یو بده پیښه کښې یو تن د خپل کور دوه زنانه د غیرت په نامه وژل دې او دا تن تښتیدلې دي، د ځایی پولیسو مطابق دوی په قتل کښې ککړ تن په ضد مقدمه درج کړې ده
چارسده کښې د ۸ اتو خویندو رور قتل شو










Leave a Reply