مردان کښې د غیرت په نامه دوه زنانہ قتل کړې شوې

باغي ټي وي رپورټ
د خیبر پښتونخوا ضلع مردان نه داسې رپورټ په رسنیو کښې خپور شوې دې چې په دې ضلع کښې په یوه بده پیښه کښې یو تن خپل د کور دوه زنانه د غیرت په نامه وژلي دي.
د رپورټ مطابق د مردان په دبي اډه کښې یو تن خپله ښځه او ورندار په ډزو ویشتلي او وژلي دي، د رپورټ مطابق ځایی سرچینې وایی چې دې تن خپله ښځه او ورندار د غیرت په نامه قتل کړي او دا تن د زنانه قتل کولو نه پس تښتیدلې دې.
پولیس ددې پیښې تصدیق کوي او وایی چې تن خپله ښځه او ورندار قتل کړي او دې په تښتیدلې دې. د چوره پولیس تهانې اهلکار د قتل کوونکې په ضد مقدمه درج کړې او تښتیدلي تن پلټنې ی هم پیل کړې دي






