کابل-اسلام اباد تر منځ د بسونو تګ راتګ باندې افغانستان او پاکستان ابتدايي هوکړه کړې

0
93

افغانستان او پاکستان تازه یوې ابتدايي هوکړې ته رسیدلي دي چې له مخې به یې د کابل-اسلام اباد تر منځ د بسونو تګ راتګ پیل شي.

 

د بهرنیو چارو وزارت یوې سرچېنې نن ټکی اسیا ته تایید کړه چې دغه هوکړه اسلام اباد ته د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په مشرۍ د یو لوړپوړي پلاوي د درې ورځېنې سفر پر مهال شوې ده.

 

 

 

هغه د دغې هوکړې نور جزییات نن ټکی اسیا ته ورنه کړل.

 

خو ویل کیږي چې مسافر به د کابل څخه اسلام اباد او د اسلام اباد څخه کابل ته مستقیم د بسونو له لارې په مناسبه کرایه سفر کوي او مسافر به په تورخم د اوښتلو له تکلیف هم خلاص وي.

 

حاضره افغان مسافر په تورخم کې شپې سبا کوي څو د دغه لارې پاکستان ته ولاړ شي.

 

د پېښور-جلال اباد تر مېنځ له پخوا بس سرویس موجود و خو کله چې شوروي اتحاد په ۱۹۷۹ز کال کې په افغانستان یرغل وکړ، د بسونو سرویس هم ورسره بند شو.

 

په ۲۰۰۵ز کال کې یو ځل بیا افغانستان او پاکستان‎ یوې موافقې ته ورسېدل چې د دواړو هیوادونو تر منځ به د بسونو تګ راتګ یو ځل بیا پیلیږي.

 

په ۲۰۰۶ز کال کې د پېښور-جلال اباد تر منځ د بسونو تګ راتګ پيل شو چې یوولس کاله یې دوام وکړ.

 

د افغانستان او پاکستان تر منځ د اړیکو د خړېدو سره د دواړو هیوادونو تر منځ د بسونو تګ راتګ هم له تېرو پنځو کلونو راهیسې بند شوی دی.

Leave a reply