نړیوال بانک وايی چې افغانستان سره یې په موقت ډول خپلې مرستې وځنډولې

0
104

نړیوال بانک وايي افغانستان سره يې په موقت ډول خپلې مرستې وځنډولې

نړیوال بانک ویلي چې اوس مهال طالبان پر افغانستان واکمن دي ځکه یې مرستې د لنډې مودې لپاره ځنډولي.

 

(2021 / 8 / 25 نېټه باغي ټلویزیون)

وروسته تر هغه چې طالبان په ټول افغانستان واکمن شول نړیوال بانک افغانستان سره خپلې مرستې وځنډولي، دوی ویلي چې اوس هلته طالبان واکمن دي او دوی تر اوسه ډاډ ندی ترلاسه کړی چې طالبان به د دافغانستان بانک مرستې په سمه بڼه ولګوي، دوی زیاتوي چې که چېرته ډاډ ترلاسه کړي چې طالبان به یادې مرستې په سمه او د یاد هېواد د ابادۍ لپاره ولګوي بیرته به له افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې امریکا هم د افغانستان نهه نیم میلیارده ډالره ګنکل کړل.

Leave a reply