ملګري ملتونه وايي افغانستان کې مو د ټولو کارکوونکو امنیت خوندي دی

0
49

 ملګري ملتونه وايي افغانستان کې مو د ټولو کارکوونکو امنیت خوندي دی

ملګري ملتونه وايي چې افغانستان کې مو کارکوونکو ته هېڅ راز خطر ندی متوجه.

 

2021 / 8 / 25 نېټه باغي ټلویزیون)

ملګري ملتونه وايي چې افغانستان کې یې کارکوونکو ته هېڅ راز ګواښ او خطر ندی متوجه، د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش په تازه څرګندونو کې ویلي چې افغانستان یې کارکوونکو ته هېڅ راز ګواښ ندی متوجه، هغه افغانستان کې خپلو کارکوونکو ته خبر ورکړی چې ژوند مو خوندي دی او هېڅ راز امنیتي ستونزه درته نده متوجه.

هغه همداراز ویلي چې دوی به د افغانستان خلکو سره خپلې بشردوستانه مرستو دوام ورکوي او ډاډ یې ورکړی چې افغانان به یوازې نۀ پرېږدی.

Leave a reply