پاکستان ته د افغانستان صادرات زیات شوي دي: محمد صادق خان

نصیب شاه شینواري
د پاکستان وزیراعظم عمران خان د افغانستان لپاره ځانګړې استازې محمد صادق په خپل ټویټر پانړه لیکلی دي چې د پاکستان او افغانستان ترمینځ تجارت ته وده رسیدلې ده.
محمد صادق خان وایی چې چې د افغانستان نه پاکستان ته د افغانستان صادرات زیات شوي دي چې دا د افغانستان اقتصاد لپاره یو لوی پرمختګ دې چې د افغانستان پاکستان لپاره صادرات زیات شوي دي.
د پاک افغان تورخم په پوله د چارواکو د معلوماتو ترمخه پرون په ۱۲ نومبر افغانستان نه د تجارتي مالونو ډک ۲۸۹ ټرکونه پاکستان ته را داخل شول، د سرچینو ترمخه د پاکستان نه ۳۰۱ کارګو ټرکونه هم د تورخم له لارې افغانستان ته داخل شوي دي.
د تورخم سرچینو ترمخه په ۱۲ نومبر ۵۹۰ کارګو ټرکونه په تورهم پوله اووختي دي. په تورخم پوله د افغانستان او پاکستان سوداګر او نور د ټرکونو مالکان غوښتنه کوي چې دوی ته وس هم په تورخم پوله ستونزې راپیښې دې، دوی غوښتنه کوي چې په تورخم پوله دې د صادراتو او وارداتو مالونو نه ډک د ټرکونو آن لاین کلیرینس زر تر زر ترسره شی چې به تورخم پوله د تجارتی مالونو نه ډک ټرکونه په کم وخت کښې بارډر کراس کړي او ددوی وخت ضایع نه شي، سوداګر وایی چې څومره چې آن لاین کلیرینس زر ترسره شی نو د پاکستان او د افغانستان تجارت به وده وکړی چې دا به ددواړو هیوادونو په معیشت ډیر مثبت اغیزه وکړي.
Since August this year, imports from Afghanistan to Pakistan are higher than exports from Pakistan to Afghanistan. It is a great leap forward for Afghanistan's economy: historically Pakistan's exports to Afghanistan used to be higher. pic.twitter.com/ExxwJAjgNU
— Mohammad Sadiq (@AmbassadorSadiq) November 12, 2021





