په وزیرستان کښې بوره په سرکاري نرخ خرڅولي شي

باغي ټي وي رپورټ
په ملک کښې د بورې بحران او د بورې د ګرانې له وجهې د وزیرستان عوام لپاره ددې ضلعې انتظامیه په ارزان نرخ د چینۍ یعني بورې ورکول انتظام کړې دې.
د خيبر پښتونخوا حکومت د حکم په رڼا کې د جنوبي وزيرستان ضلعي ډپټي کمشنر خالد اقبال په هداياتو د ضلعي انتظاميي په مرسته د جنوبي وزيرستان فوډ ډيپارټمنټ په سرکاري نرخونو د بورې خرڅولو لړۍ جاري ساتلې ده۔
په ټولنیزو رسنیو د جنوبي وزیرستان انتظامیه یو خبر خپور کړې، په رپورټ کښې وایی چې په ټول تحصیل کښې یوازې بوره په ۹۰ روپې کلوګرام خرڅیږي.
د انتظامیه له اړخه د وزیرستان اولس لپاره ددې ریلیف ورکولو ، ددې ځای اولس د انتظامیه ستاینه کړې او غوښتنه ی کړې چې په عام مارکیټ کښې دې د وړو بیعې هم ټیټې کړۍ شی چې عام خلقو ته وړه هم په ارزان نرخ په لاس راشي.





