مدینه منوره کښې ښځو ته اجازت ورکړې شو چې د روضه رسول ﷺ زیارت ته راشي

باغي ټي وي رپورټ
د سعودی عرب یو ورځپانړي یو راپور خپور کړې دې، په راپور کښې ویل شوي دي چې دلته وس ښځې اجازه لری چې د روضه رسول زیارت کولو لپاره د شپې په وخت راشي.
د اې پي پي یو رپورټ مطابق د سعودي عرب د مدینې منورې د مسجد نبوي ﷺ انتظامیه وینا ده چې هغه زنانه چې د شپې په وخت د روضه رسول ﷺ زیارت کولو کښې خوښي لری ، هغوی کولې شي چې د عثمان دروازې نمبر ۲۴ له لارې راشي او د سویل اړخ ته د باب مکي دروازې څخه چې نمبر ی ۳۷ دې را روضه روسل ﷺ ته را داخلې شي.
د رپورټ مطابق چې د مسجد نبوي انتظامي وس په دې وخت کښې مسجد نبوي ﷺ کښې د نمونځ ادا کولو او د روضه رسول ﷺ زیارت کولو لپاره نوي وختونه مقرر کړي دي چې مدینې منورې ته راتلونکي بیا وکول شي چې په روضه کښې مونځ ادا کړي او د روضه رسول ﷺ زیارت هم وکړي.
انتظامیه وایی چې د زیارت او مونځ لپاره راتلونکي د اعتمرنا ایپ د لارې اجازت نامه ترلاسه کولې شي چې مسجد نبوي ته را داخل شي.






