په جمرو کښې یو افغان تن پولیسو نیولې دې
باغي ټي وي رپورټ
د ضلع خیبر په جمرود کښې پولیسو رسنیو له خبر ورکړې دې چې په دې سیمه کښې ی یو افغان تن د وسلې سره نیولې دې او په جیل کښې ی بند کړې دې. ځایی سرچینې زیاتوي چې دې تن د پاکستان ټیم د اسرټیلیا ټیم نه د ماتې خوړلو نه پس هوایی ډزې وکړې او بیای په عام وګړو هم ډزې پیل کړې خو څوک مړ یا ټپي شوې نه دې.
د پولیسو د رپورټ مطابق دا افغان تن ی د جمرو په ګل رحمان کلي نیولې دې، پولیسو د افغان تن په اړه دا خبر ورکړې دې چې بیګا ی دې افغان تن چې سبحان الله نامه ی ده بیګا د پاکستان کرکټ لوبډلې د اسټریلیا نه د ماتې خوړلو په خوشحالۍ کښې هوایی ډزې وکړي، پولیس وایی چې دا تن ی نیولې او د جمرود په پولیس سټیشن حوالات کښې ی بند کړې دې، پولیس وایی چې دې افغان تن نه پلټنې روانې دي.