د سوداګرو ستونزې به هوارې کړې شي: شوکت ترین

0
110

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان وزیراعظم عمران خان د خزانې او محصولاتو صلاح کار شوکت ترین په یو بیان کښې ویلي دي چې په پاکستان کښې به د سوداګرو او د کاروباري طبقې خلقو ستونزې هوارې کړې چې د ملک او ددې خلقو اقتصاد وده وکړي.

دا خبرې نوموړي د پاکستان د سوداګرو د مرکزي تنظیم پلاوي سره په فنانس ډويژن کښې د یو ملاقات په وخت وکړې ، د اې پي پي رپورټ مطابق ددې پلاوي مشري محمد کاشف چوهدري کوله چې ترین ته ی د سوداګرو ته راپیښې ډیرې ستونزې او مشکلات مخې ته کیښودل.
په دې ملاقات کښې د سوداګرو پلاوي ته شوکت ترین په ډاګه کړه چې سوداګر ددې ملک سرمایه ده او هم ددې سوداګرو له وجهې دا ملک پرمختګ کوي ، هغه د سوداګرو په ملکي معیشت کښې د پرمختګ په اړه د سوداګرو د مثبت رول ستاینه وکړه.
په دې موقع شوکت ترین د پلاوي غړو ته باور ورکړو چې ددوی مسلي او د ستونزو هوارولو لپاره به ګامونه واخستل شي، د سوداګرو پلاوي په پاکستان کښې په وړه کچه د سوداګرو د ستونزو خبره هم وکړه او ددې ستونزو ی د حکومتي چارواکو څخه غوښتنه وکړه چې ددوی ستونزې د هوارې شي.
د عمران خان صلاح کار په ملکی معیشت کښې د سوداګرو او کاروباري خلقو د مثبت رول ستاینه وکړه او دوی ته ی باور ورکړو چې حکومت به دوی سره هم ممکن مدد وکړي.

Leave a reply