د اګروال د قتل په تور کښې مو کسان نیولي دي: نګران ډپټي کمشنر ملاکنډ

باغي ټي وي رپورټ
د ملاکنډ ضلعې نګران ډپټي کمشنر انوار الحق وئيلي دي چې د سماجي کارکن محمد زاده او عمري د قتل په تور کښې نيولي شوي څو کسان به په 24 ساعتونو کښې دننه د ميډيا په وړاندې اوښایی. په ملاکنډ کې د نشه يي توکو د مالکانو، لینډ مافیا او په جرمونو کښې ککړ عناصرو لپاره هیڅ ځای نشته.
دا خبرې نن په پټي کمشنر ملاکنډ دفتر کښې نګران ډپټي کمشنر ملاکنډ انوار الحق د ملاكنډ د ټولو سياسي مشرانو، د سوداګرو اتحاديو او د سينئر خبريالانو د غونډي په مهال د امن او امان، جرمونو، د نشه يي توكو مخنيوي او د سماجي کارکن محمد زاده او پخواني ضلعي غړي عمر حيات د وژنې په اړه جوړې شوې غونډې ته د وينا په مهال وكړې.
په دې موقع اے سي بټخېله محب الله خان هم موجود وو۔انوارالحق زياته كړه چې صوبائي حكومت د محمد زاده او عمر حيات د وژنې په اړه مونږ سره په رابطه كښې دې او مونږ په دې لړ كښې بريالي شوي يو، هغه زیاته کړه چې ددوی په وژنه کښې تورن کسان به زر میډیا مخې ته وړاندې کړو.
نوموړي له سياسي مشرانو او خلکو غوښتنه وکړه چې د احتجاج پر ځای دې مونږ سره همکاري وکړي ، هغه زیاته کړه چې مونږ به په ملاکنډ کښ د لینډ مافیا، د نشه يي توکو د پلورونکو او د ټولنې د دښمنانو په ضد سختې قانوني کاروایی وکړو او د محمد زاده مشن به جاري ساتو.
……………………….
د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې نامعلومه وسله والو محمد زاده اګروال په ډزو اوویشتو او مړ ی کړو، اګروال د انصاف سټوډنټس ایسوسی ایشن ملاکنډ پخوانۍ مشر هم وو، هغه به د نشه ی توکو او د ډرګ مافیا په ضد تقریرونه کول، ددي غلط کارونو په ضد به په ټولنیزو رسنیو هم کمپاین چلولو او یو څو ورځې وړاندې ی د ډي سی په دفتر کښې راجوړه شوې په یوه غونډه کښې په د ډرګ مافیا او د بهته خورو په ضد تقریر هم کړې وو او ددې وینا یو ورځ دوه ورځې پس اووژل شول.

د محمد زاده اګروال فایل فوټو، اګروال یو خوله ور او حق پرست انسان وو.





