پولنډ وايي چې روسیه د اروپايپ ټولنې د بې ثباته کولو لپاره د کډوالۍ بهران ته لمن وهي 

0
166

پولنډ وايي چې روسیه د اروپايپ ټولنې د بې ثباته کولو لپاره د کډوالۍ بهران ته لمن وهي 

د پولنډ صدراعظم ماتیوژ موراویسکي ویلي، چې د ټولې اروپایي ټولنې ثبات او امنیت په خطر کې دی او په پوله کې د کډوالو د بحران ملامتي یې د الکساندر لوکاشینکا په مشرۍ د بلاروس د حکومت له‌خوا تنظیم شوې داسې حمله بللې چې د ده په وینا دوه‌ګوني هدفونه تعقیبوي.

(2021 /  11 / 10  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

پولنډ د روسیې پر ولسمشر ولادیمیر پوتین تور پورې کړی، چې نوموړی د اروپايي ټولنې د بې‌ثباته کولو لپاره د کډوالو بحران ته لمن وهي.

یاد هېواد ویلي، چې روسیه ناقانونه کډوال هڅوي او لارې ورته برابروي چې اروپایي هېوادونو ته ولاړ شي.

د پولنډ چارواکو دغه راز پر بېلاروس هم تور پورې کړی چې د دغه هېواد پر ختیځه پوله یې برید کړی دی.

د یاد هېواد پولیو تېره ورځ د نومبر په نهمه هغه مهال خپله پوله د بېلاروس سره وتړله چې په زرګونه ناقانونه کډوالو غوښتل د پولنډ خاورې ته دننه شي.

Leave a reply