قاري یوسف احمدي د دولت د رسنیو رئیس وټاکل شو

0
96

قاري یوسف احمدي  د رسنیو د مرکز رئیس وټاکل شو

قاري یوسف احمدي چې تر دې وړاندې د طالبانو د سویل ختيځ زون ویاند ؤ اوس د دولت د رسنیو د مرکز رئیس وټاکو شو.

 

2021 / 8 / 23 نېټه باغي ټلویزیون)

قاري یوسف احمدي د طالبانو د مرکز رئیس وټاکل شو، ښاغلی احمدي تر دې وړاندې د طالبانو د سویل ختیځ زون ویاند ؤ، تازه د طالبانو له خوا د رسنیو د مرکز رئیس ټاکل شوی دی.

نوموړی نن د طالبانو له خوا د یاد مرکز غړو ته وروپېژندل شو، نوموړي د پېژندګلوۍ په مراسمو کې وویل چې دی به دندې ته ژمن او د رسنیو له استازو سره به ښې اړیکې پالي.

د یادونې وړ ده چې تر دۀ وړاندې د یاد مرکز رئیس دواخان مینه پال ؤ چې د جمهوري نظام تر سقوط څو ورځې وړاندې په یوۀ هدفي برید کې ووژل شو.

 

Leave a reply