ذبیح الله مجاهد: سر له سبا به ټول بانکونه خلاص وي

0
76

ذبیح الله مجاهد: سر له سبا به ټول بانکونه خلاص وي

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې سر له سبا به د هېواد ټول بانکونه خلاص وي.

 

2021 / 8 / 23 نېټه باغي ټلویزیون)

نن سه شنبه ورځ د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوۀ خبري کنفرانس کې وویل چې سر له سبا به په ټول هېواد کې بانکونه خلاص وي، له تېرې یکشنبې را په دې خوا کله چې طالبان په ټول افغانستان واکمن شول د افغانستان ټولو دولتي او شخصي بانکونو خپل فعالیت د لنډې مودې لپاره بند کړ، چې دغې چارې د هېواد خلکو ته ستونزې حوړې کړې وې او خلکو په دې اړه شکایتونه لرل.

د یادولو وړ ده چې د طالبانو له راتګ سره د افغانستان ګاونډیو هیوادونو سره هم تجارتي اړیکې بندې چې بازارونو کې د توکو بیې لوړې شوې دي.

Leave a reply