په سخاکوټ کښې خبریال او سماجی شخصیت محمدزاده اګروال وژل شوې

باغي ټي وي رپورټ
د خیبر پښتونخوا په سخاکوټ کښې خبریال او سماجي شخصت محمد زاده اګروال وسله والو په ډزو ویشتلي او په حق رسیدلې دې، د خیبر پښتونخوا وزیراعلی د خبریال په وژنه ددې سیمې ډپټي کشمنرد وظیفې نه ګوښه کړی دي.
په سخاکوټ کښې خبریال او د خیر ښیګړې کارکولو واله تن محمدزاده اگروال په وژنه د وزیر اعلی محمود خان نوټس اخستې دې او آئي جي پوليس خيبرپښتونخوا نه ی رپورټ غوښتي دي۔ په قتل کښې ککړو کسانو د نيولو لپاره يې د سمدستي کار کولو لپاره لارښوونه وکړه.
په دې موقع محمود خان ویلي دي چې د مجرمانو نيول دې زر تر زد یقیني شي او د اګروال په وژنه کښې ککړ کسانو له دې سخته سزا ورکړې شي. وزیراعلی د محمدزاده په وژنه خواشینی څرګنده کړې ده او ویلي ی دې چې د خدای بخښلې د کورنۍ سره په غم کې ځان شریک ګڼو.
وزیراعلی د وژل شوي خبریال کورنې ته ډاډ ورکړې دې چې دده په قتل کښې ککړ کسان به ونیول شي او دوی ته به سخته سزا ورکړې شي. دا ډاډ ی هم ورکړې چې د ټولې معاملې به په شفافه توګه تحقيقات کولے شي، وزیر اعلی زیاته کړې ده چې هیڅوک له قانون پورته نه دی او حکومت به متاثره خاندان ته پوره قانوني امداد ورکوي.
د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې محمد زاده اګروال د د ډپټي کشمنر په مشرای کښې تابیا شوې په یوه غونډه کښې چې د اولس ته ستونز په اړه راجوړه شوې وه، په دې غونډه کښې محمدزاده هم خپله وینا کړې وه اوپه سیمه کښې ی د رشوت ، د نشه یی توکو او د غیرقانوي کارونه په اړه خبرې کړي وي او بیګا محمدزاده وسله والو په ډزو ویشتلې دي.




