نړۍ د هند په ساه ورکوونکې جمهوریت ولې خاموشه ده؟ کرسټوف جیفر

0
88

باغي ټي وي رپورټ
د مغرب هیواد یو لیکونی په خپل کتاب کشې انکشاف کړې دې چې په هند کښې د هندوتوا په ضد چې څوک هم آواز پورته کوي هغه غږ د هیواد او د قوم سره د غداري په توګه ګنړل کیږي.

د اې پي پي یو رپورټ مطابق دا خبرې او انکشافات یو فرانسوي لیکونکي او خبریال کرسټوف جیفر په خپل لیکلي یو نوي کتاب کښې کړي دي.
کرسټوف جیفر دا خبرې او انکشافات : د مودي هندوستان: په هندو قام پرستي او په نسل پرستۍ آډانه د جمهوريت ظهور” په سرخط خپل نوي كتاب كښې كړې دي.
په دې كتاب كښې ليكوال داسې پوښتنه کړې ده چې مغربي نړۍد هند په ساه وركونكي جمهوريت ولې غلې ده؟ په دې لړ كښې ده يو شمېر حوالې هم وركړي۔
د کتاب لیکونکي پروفېسر کرسټوف مطابق په دې وروستيو كښې په ملګرو ملتونو كښې مودي خندنې ادعا كړې چې جمهوريت په هند كښې زېږېدلے دې خو چا د مودي نه پوښتنه ونه كړه چې نن په هند كښې د جمهوريت څه حال دے؟
د کتاب لیکونکۍ لیکي چې په هندوستان کښې خوجمهوريت مخ په زوال روان دې او خو نړۍ په دې چپ ده ، کرسټوف جېفرلاټ وړاندې ليكي چې په هندوستان كښې د صحافت په آزادۍ قدغن لګولے شوے دې او هند د 180 هېوادونو په فهرست كښې 9 پوائنټس تنزلۍ سره په 142 پوزيشن ته راکوز شوې دې. ٬ ليكوال وائي چې په دې ټولو حقائقو لويديزه نړۍ سترګې پټوي۔ كرسټوف دا تور لګولے چې لويديز هېوادونه د چين په ضد يخ جنګ كښې هند د پراكسي په توګه د استعمالولو منصوبې په سبب د دوي د بشري حقونو په خلاف ورزو پرله پسې سترګې پټوي.

Leave a reply