هند کښې پولیسو خپل مینځ کښې جهګړا کړې

باغي ټي وي رپورټ
د هندوستان نه د پولیسو خپل مینځ کښې نښته کړې، په نښته کښې یو پولیس اهلکار ډزې پیل کړې چې په پایله کښې ی ۴ څلور تنه پولیس اووژل شول او نور ۳ ژوبل شوي هم دي.
د اې پي پي یو رپورټ مطابق د هند په سکما ضلع کښې مرایی ګوډا سیمه کښې د پولیس سنټرل روزر په لنګن پلي کیمپ کښې د پولیس اهلکارو ترمینځ په څه خبره شخړه را او چته شوي چې بیا دوی په یو بل ډزې شروع کړې.
د رپورټونو مطابق یو پولیس په مخالف پولیس ډله مخامخ ډزې وکړو او په نتیجه کښې ی ۴ پولیس اهلکار اووژل، د رپورټ مطابق درې نور پولیس په دې ډزو کښې ژوبل شوي هم دي.
د رپورټ مطابق زخمي پولیس نزدې روغتون ته وړل شوي خو د پولیس ترمینځ جهګړا په څه پیل شوه ددې تراوسه پورې پته نه ده لګیدلې.






