په ټول ملک کښې بده پیښه نه ده شوې: ذبیح الله مجاهد

باغي ټي وي رپورټ
نن د افغانستان په پایه تخت کابل کښې یو خبري پریس کانفرنس ته په خپله وینا کښې د امارت اسلام ویاند ذبیح الله مجاهد مطبوعاتي غونډې ته اوویل چې د ټول افغانستان لپاره دا یوه ډیره اهمه او د خوشحالۍ خبره ده چې په لاس ورځې کښې هیڅ کوم داسې بده پیښه نه ده شوې چې کوم افغان ته مرګ ژوبله اووختي وی چې مقصد ی دا شو چې په لس ورځې کښې امن قایم شوې دې.
مجاهد اوویل چې تیر شل کاله مو صرف دا ولیدل چې ځوانان شهیدان کیږي او نن مونږ ګورو چې په دې تیر لس ورځو کښې کومه مور هم نه ده بوره شوی او نه کومه خور کونډه شوې. نوموړي اوویل چې ټولې حکومتی ادارې د پرانستلو او فعال کولو پلان لرو او زر د چې ټولې ادارې به کار شروع کړي.
نوموړی اوویل چې که چرې بهرني فوځونه په خپل اعلان شوي تاریخ و نه اووځي نو دا به د معاهدې خلاف ورزي وي .
نوموړي دا هم اوویل چې د ښځو د کار کولو او د وظیفه کولو مخالفت نه کوو ولې مونږ پلان جوړوو چې د ښځو لپاره مکمل سیکوریټي او ددې لپاره به ځانګړي اصول ولرو.
نوموړي اوویل چې په پنجشیر کښې جنګ نه غواړو، او په دې خبره کښې هیڅ صدافت نشته چې طالبان کور په کور تالاشی کوي چې حکومتی کارمندان ونیسي، دوی اوویل چې مونږ ټول هغه خلق معاف کړي. دوی اوویل چې بهرني فوځونه باید چې په اعلان شوي تاریخ د افغانستان نه اووځي.
نوموړي اوویل چې ټول هسپتالونه کار کوي او د عوامو خدمت کوي.
نوموړی د خبریالونو سوالونه ځوابونه هم ورکړل، یو ځواب ی داسې ورکړو چې ښځو ته اجازت شته ولې د ښځو لپاره یو پلان لرو ، په وزارتونو کښې د عوامو امانتونه دې، مونږ وایو چې دې وزارتونو او ښځو کارمندانو لپاره ښه پلان او انتظام جوړ کړو چې هر څیز او د عوامو امانتونه خوندي شي.
نوموړی اوویل چې په ملک کښې بانکونو هم کار شروع کړې او په ټول ملک کښې یو اجتماعی او فعال حکومت جوړول غواړو. نوموړي اوویل چې په افغانستان کښې مو تیر شل کاله صرف جنګ ولیدل او هیڅ کوم د خوشحالۍ خبر مو نه دې لیدلې او نه مو اوریدلې دي ولې امارت اسلامي په لس ورځې کښې امن قایم کړې.
یاده دې وی چې دا په کابل کښې د امارت اسلامی افغانستان دویم پریس کانفرنس دې.






