د جي اووه هیوا دونو افغانستان په مسله غونډه نن کیږي

0
123

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان نه د بهرني ځواکونو د واپس وتلو تاریخ غزولو لپاره به نن انلاین غونډه کيږي، په دې غونډه کښې به د اوو هیوادونه مشران ګډون کوي.
په دې اهم غونډه کښې به د امریکې اولس مشر نه غوښتنه شی چې د افغانستان نه د فوځ د ویستلو تاریخ دې نور هم زیات کړې شي ځکه چې ۳۱ اګست رانزدې دې او وس هم د کابل په هوای ډګر کښې ډیر خلق ایسار پاتې دي چې غواړي چې افغانستان پریږدي.

یاده دې وی چې طالبانو په دې حقله ویلي چې که چرې د بهرني ځواکونو تاریخ وغزول شی نو دې سره به ډیره بد اعتمادي پیدا شي.
اول ځل د بهرنی فوځونو د ویستلو تاریخ زیاتول خبره د برطانیه وزیراعظم بورس جانسن کړې ده چې د فوځونو د ویستلو تاریخ دې نور هم وغزول شي.

Leave a reply