حیات آباد کښې د چرسو سمګلر ونیول شو

باغي ټي وي رپورټ
د پيښور په حیات علاقه کښې د نشه یی توکو د انسان دښمنه کاروبار سره تړلې یو تن پولیسو نیولې دې، د رپورټ مطابق دا تن افغان دې او غوښتل ي چې د ملک نورو سیمو ته منشیات سمګل کړي.
په رسنیو کښې د چاپ یو رپورټ مطابق د کیپیټل سټي پولیس پیښور د حیات آباد تهانې په حدودو کښې د منشیات سمګل کولو کوششونه شنډ کړل او د منشیات په کاروبار کښې ککړ دوه کسان ی نیولي دي.
د پولیسو د رپورټ مطابق د نیول شوي یو تن تعلق د افغانستان نه دې او د بل تن تعلق د چترال نه دې، دواړه کسان پولیسو د ۸ اته کلو زیات چرسو سره نیولي دي او دې کسانو نه ی پلټنې پیل کړي دي، د دواړو کسانو خلاف مقدمه هم درج شوي ده او په حوالات کښې بند شوي دي.
د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې هم په حیات آباد کښې پولیسو یو افغان تن نیولې وو، دې افغان تن سره هم په ډیر مقدار کښې آیس او هیروین د پولیس لاس ته راغلي وو.





