طالبانو سره خبرو ته تیار یو ولې جهګړې ته هم چمتو یو: احمد مسعود
باغي ټي وي رپورټ
په پنجشیر کښې د طالبانو خلاف را اوچت شوي د مزاحمتي ګروپ مشر او د مشهور جهادي کمانډر احمد شاه مسعود ځوي احمد مسعود په یو بیان کښې ویلي دي چې د طالبانو سره د خبرو اترو لپاره راضي یو.
بل طرف دوی دا هم ویلي دې چې طالبانو سره د جنګ کولو او مزاحمت کولو لپاه هم چمتووالۍ لری . یاده دې وی چې د طالبانو ویاند په یو بیان کښې ویلي وو چې که چرې په پنجشیر کښې جنګ شروع شو نو ددې ذمه واري به د پنشجیر مزاحمتي ګروپ په غاړه وي.