په کابل کښې د پاک افغان جاینټ چیمبر غړو سره یو اهم ملاقات

0
69

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان په پایه تخت کښې کابل کښې د پاکستان سفیر منصور احمد خان سره د پاکستان او افغانستان مشترکه چیمبر او د افغان چیمبر آف کامرس غړو یو اهم ملاقات کړې.

په دې ملاقات کښې د پاکستان او افغانستان په دوه طرفه تجارت خبرې اترې شوي، په دې سخت وخت کښې د پاکستان د طرف نه افغان تاجرانو او د افغان تجارت یونین غړو او مشرانو ته د پاکستان سفیر د طرف نه د پورا پورا د مدد کولو او تجارت ښه کولو دپاره نورې هڅې کولو ژمنه وکړې شوه.
افغان سوداګرو په دې موقع د پاکستان سفیر ستاینه وکړه چې په دې سخت وخت کښې ی ورسره ملاقات وکړو او د پاکستان او افغانستان د دوه طرف تجارت ته وده ورکولو ژمنه ی وکړه.
په دې موقع د پاکستان د سفیر نه افغان سوداګرو ته اوویل شول چې د پاکستان حکومت غواړي د افغانستان هیواد سره ښه تجارتي او سیاسي اړیکې ولري.

Leave a reply