په سوات او پیښور کښې د نشه یی توکو سمګلران نیول شوي

0
194

باغي ټي وي رپورټ
د سوات او پیښور ښارونو نه د پولیسو او د منشیاتو په ضد کار کوونکې اړوند ادارو خبر ورکړې دې چې د نشه یی توکو د انسان دښمن کاروبار کښې ککړ ګنړ شمیر داسې کسان ی نیولي دي چې په غټ مقدار کښ پوډرو،آیس او چرس د ملک بیلا بیلو سیمو ته منتقل کړي.

د سوات پولیسو یو رپورټ چې په رسنیو کښې چاپ شوي وایی چې مینګوره تهانه، رحیم آباد، فتح پور، غالیګې ، کانجو او خوازه خیله تهانه پولیسو اهلکارو په بیلا بیلو سیمو کښې د نشه ی توکو خرڅونکو او سمګل کوونکو په ضد کاروایی کښې ګنړ شمیر داسې کسان نیولي چې دې انسان دښمنه کاروبار کښې ککړو.
د پولیسو رپورټ مطابق ۴ کلو ۱۹۱ ګرام چرس، ۷۷۰ ګرام هیروین، ۲۶۷ ګرام آیس، ۲ تمانچې او ۴۲ کارتوس ی هم ددې کسانو سره نیولي دي. د پولیسو مطابق د نشه توکو سمګلران ی زندان کښې اچولي دي او پلټنې ترې روانې دې.
د پيښور پولیسو هم یو رپورټ رسنیو سره شریک کړې او وایی چې د نارکوټکس ایریډیکیشن ټیم د ناصر باغ تهانې په حدودو کښې کاروایی وکړه او یو تن ی ګرفتار کړي، په نیول شوي تن تور دې چې دې د منشیات کاروبار کوي، په پیښور ښار کښې نشه یی توکي سپلایی کوي او نور علاقو ته ی هم سپلایی کوي.
د پولیسو د بیان مطابق دوی دا تن هم زندان ته اچولې دې او پلټنې ترې روانې دي، د پولیس ټیم وینا ده چې د نشه ی توکو په ضد به ددوی جهاد جاري وي او دوی به ددې انسان دښمن کاروبار کښې ککړ کسان ونیسي او سخته قانوني سزا به ورکړي.

Leave a reply