د ګلګت د ترهګرۍ ضد محکمې د ګلګت بلتستان پخواني اعلی وزیر خالد خورشید ته د ۳۴ کلونو بند سزا اورولې ده

0
27

باغی ټي وي رپورټ
د ګلګت د ترهګرۍ ضد محکمې د ګلګت بلتستان پخواني اعلی وزیر خالد خورشید ته د ۳۴ کلونو بند سزا اورولې ده.

د ګلګت د ترهګرۍ ضد محکمه کې د پخواني وزيراعلي جي بي په ضد د سختو نتيجو د ګواښولو مقدمه اورېدنه وشوه.

عدالت د جرم ثابتيدو نه پس پخواني وزيراعلي ته د 34 کالو بند سزا اورولې، عدالت په خالد خورشيد شپږ لاکه روپۍ جرمانه هم لګولې ده.عدالت د ملزم شناختي کارډ بلاک کولو نه علاوه آئي جي پوليس ته د ملزم نيولو او جيل ته منتقل کولو حکم ورکړے دے۔

ياده دې وي چې پخواني وزيراعلي په 26م مئي 2024م کې په جلسه کې د امنيتي ادارو د جدي نتيجې په ګواښلو تور لګولی ؤ، د دې نه علاوه په خالد خورشيد د چيف سيکرټري او چيف اليکشن کميشن جي بي ته د ګواښونو تور هم لګول شوی وو. پایلې

د دوی په ضد د ګلګت په سټي پولیس سټیشن کې د ترهګرۍ ضد قانون لاندې مقدمه درج شوې ده.

Leave a reply