که عمران خان زمونږ سره ملاقات کول غواړي نو مونږ به په دې اړه ښه سوچ فکر کولو پس فيصله وکړو: مولانا فضل الرحمان
باغی ټي وی رپورټ
پيښور: د جے يو آئي (ف) مشر مولانا فضل الرحمان وئيلي دي چې که عمران خان زمونږ سره ملاقات کول غواړي نو مونږ به په دې اړه ښه سوچ فکر کولو پس فيصله وکړو.
مولانا فضل الرحمان وويل چې د پي ټي ائي د باني لخوا ورته د ملاقات لپاره کوم رسمي پيغام نۀ دى ترلاسه شوى اؤ که چرې عمران خان هم ملاقات کول غواړي نو مونږ به په غور سره فيصله وکړو.
هغه وويل په ٢٦م ترميم کې زمونږ ګوند د شخصيت پرځاى د ادارو پياوړتيا ته ترجيح ورکړې وه، د مدرسو د رجسټرېشن په اړه شوې فيصله باندې بیا د سره بیا بحث وشو.
مولانا فضل الرحمان وويل په خيبرپښتونخوا کې دحکومت رټ هيڅ هم نۀ ښکاري، ډي آئي خان، بنو اؤ ټانک په عمل کې دترهگرو په لاس کې دى اؤ عدالتونه اؤ حکومتي دفترونه هم له ټانک څخه ډي آئي خان ته منتقل کړل شوي دي.