ایف سی نارتهه خیبر پښتونخوا په لنډیکوتل کښې ځایی بې روزګاره ځوانانو لپاره تخنیکي کورسونه پیل کړي دي

ځایی مشرانو او ځوانانو د ایف سي نارتهه دا قدم ډیر ستایلې دې
0
129

نصیب شاه شینواری
د ضلع خیبر په تحصیل لنډیکوتل کښې د ځوانانو لپاره د مختلفو تخنیکي کورسونو لومړې لړې پیل شوې ده، ځایی خلقو او مشرانو په لنډي کوتل کښې د بې روزګاره ځوانانو لپاره ددې کورسونو پیل یو ډیر ښه قدم بللې دې او د ایف سي چارواکو ستاینه ی کړې ده.

په لنډیکوتل کښې خیبر ټیکنینکل تعلیمې ادارې د خیبر پښتونخوا (نارتهه) او شاهد افریدي فاونډیشن سره په همکارۍ سره دا کورسونه پیل کړي دي ، دا خبرې او معلومات د ایف سي نارتهه له دفتر څخه خپرې شوې یوه اعلامیه کښې بیان شوي دي.
د ټیکنیکل ایجوکیشن دا اداره په لومړي پیل کښې د هلکانو لپاره درې میاشتنۍ کورس وړاندې کوي په کوم کې چې الیکټریشن ، کمپیوټر اپریټر، موټرسایکل میکینیک، جنریټر میکینیک او د ویلډینګ کورسونه شامل دي.
په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې جونې هم د درزيتوب، ګلدوزۍ او د ښځینه هیلتهه کارمندې
LHW
درې میاشتې کورسونه هم وړاندې کوي.
دا زیاتوي چې په لومړي پیل کښې ۸۱ یو اتیا زده کونکي شامل شوي چې په خپلو اړوندو مسلکونو کښې ی په رسمې توګه ټیکنینکل زده کړې پیل کړي دي. .
په هر کورس کښې به دا زده کوونکي درې میاشتو لپاره په مختلفو مسلکونو کې زده کړې ترسره کړي او ددوی به ښه تربیت وشی ترسو چې دا ځوانان په خپلو مهارتونو کې ښه والې راولي. .
د ایف سي نارتهه خیبر پښتونخوا چارواکي وايي چې د تخنیکي تعلیم خیبر انسټیټیوټ لومړنی هدف دادې چې د ځايي ځوانانو لپاره د تخنیکي مهارتونو د پرمختګ او د شخصي پرمختګ لپاره موقعې برابرې کړي او دوی روزګار ترلاسه کړي چې د خپل خاندان په ښه توګه پالنه وکړي . .
چارواکي دغه رنګ زیاتوي چې دوی غواړي چې په علاقه کښې بې روزګاري ختمه کړي او هغه ځوانان چې بې روزګاره دي ددوی لپاره ټیکنیکل تعلیم موقعې برابرې کړي چې دوی په معاشره کښې ښه رول ولوبوي او د قام او ملک د پرمختګ لپاره کار وکړي.
ځایی اولس، ځوانانو ، مشرانو او د خیر ښیګړې تنظیمونو مشرانو د ایف سي نارتهه خیبر پښتونخوا او د شاهد خان افریدي فاونډیشن ستاینه کړي چې ددې سیمې بې روزګاره ځوانانو لپاره دا ټیکنینکل تعلیمي اداره پرانسته چرته چې یو شمیر ګټور ټیکنیکل کورسونه پیل شوي دي.
مشران او ځوانان وایی چې نن سبا په لنډي کښې یو شمیر ځوانان بې روزګاره ده او دوی د سختو مالي ستونزو سره مخ شوي دي.
یو تن عاقب وایی چې د ایف سي چارواکو دا قدم د ستاینې وړ دې چې د لنډي کوتل بې روزګاره ځوانانو لپاره ی دا کورسونه شروع کړل.
دوی زیاتوي چې ددې کورسونو پیل په داسې وخت کښې شوې دې چې ددې سیمې ځوانان دداسې قسم کورسونو ته اړتیا لري . دوی په لومړې لړې کښې داخل شوي ځوانانو څخه اوغوښتل چې دوې دې په شوق سره کورسونو کښې برخه واخلي ، خپله ټوله پاملرنه دې کورسونو ته وکړي چې په راتلونکي وخت کښې دا کورسونو ددوی لپاره په ګټه تمام شي.

Leave a reply