اسلام اباد هائي کورټ د عمران خان سره د بشری بي بي د ملاقات نه کولو په اړه د چارواکو نه رپورټ غوښتی دی

0
168

باغی ټي وي رپورټ
اسلام اباد هائي کورټ د عمران خان سره د بشری بي بي د ملاقات نه کولو په اړه د چارواکو نه رپورټ غوښتی دی.

بشری بي بي د خپل خاوند عمران خان سره د ملاقات نه کولو په خاطر د عدالت د فیصلې د عملي کولو درخواست دائر کړی وو.

د اسلام آباد هائي کورټ جسټس ميا ګل حسن اورنګزيب د بشرا بي بي جيل کښې د پي ټي آئي باني عمران خان سره د ملاقات په فيصله عمل درآمد په اړه کيس سماعت اوکړو په کومه کښې چې د ايډوکيټ جنرل آفس څخه د رياست وکيل عبدالرحمان عدالت کښې حاضر شو۔
جسټس ګل حسن اورنګزېب پوښتنه وکړه چې د عدالت حکم ولې نه دې عمل شوی؟

عدالت رياستي کونسل ته هدايات ورکړي چې نن دې اړونده چارواکو ته خبر ورکړي چې چيف کمشنر دفتر، جيل چارواکو او نورو اړخونو ته دې راپور ورکړي.

جسټس ګل حسن اورنګزېب ريمارکس ورکړو چې ددواړو خواو سياست کوي، مقدمه به واوري او فيصله به له اختر وروسته کوي.

ياده دي وي چي تيره اوريدنه کښي عدالت د پي ټي آئي باني بشری بي بي سره د ملاقات کولو هدايات کړي وو او د اختر په ورځ ئي دواړو سره ملاقات کولو حکم هم ورکړے وو۔

Leave a reply